ژباړه: ډاکټر نجيب الله زاخېلوال
کابل د ٢٠٠٨ کال د جنوري ٢٢ مه (IRIN)
دنړۍ دماشومانو په اړه د ٢٠٠٨ کال راپور د يونېسف(UNICEF) له خوا په کابل کې خپور شو، د راپور له مخې په افغانستان هره ورځ تر ٦٠٠ پورې هغه ماشومان چې عمرونه يې د پنځو کالو کم دي، د نمونيا، خراب خوړني سيستم، نس ناستې او دنورو وقایه کېدونکی ناروغيو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
)د ماشومانو ژوند) په نوم دا راپور چې د يونېسف له خوا ترتيب شوې، پدې راپور کې دماشومانو دمړينې د کچې له مخې افغانستان له سیراليون او انګولا څخه دريمه درجه کې دی، دمېندوارۍ او زېږون له امله دمړینې د کچې له مخې په نړۍ کې دویم ځای لري، چې په هرو ١٠٠٠٠٠ مېرمنو ١٦٠٠ يې د زیږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي٠
يونېسف وايي:پدغه جنګ ځپلي هېواد کې دلمړنۍ روغتيايي آسانتياؤ په ډګر کې يو څه لاسته راوړنې هم شته، دا مهال %٨٠ خلکو ته لمړنۍ طبي مرستې رسېږي، او د ٢٠٠١ کال را پدېخوا د مړينو په کچه کې %٢٥ کموالی راغلی.
مرسته کوونکی ادارې وايي : سره له دې هم په هرو څلورو ماشومانو کې یو د پنځه کلنۍ عمر ته نه رسېږي٠ داسې اټکل کېږي چې په افغانستان کې به تر ٢٠١٥ کال پورې د مړینې کچه تر %٥٠ پورې راکښته شي، مګر دا په یو داسې هېواد کې چې د بېلا بېلو ننګونو سره مخ دی ډېره سخته ده٠
دغه نړیوال راپور په کابل کې د جنوبي آسيا لپاره دساحوي دفتر د مشر، ډان ټولي له خوا اعلان شو، ده وويل : افغانستان نشي کولای چې د ماشومانو د ژوند لپاره کوټلي څه وکړي، خو هڅه کېږي چې پدې لار روان شي٠
دپاکو اوبو او طبي امکاناتو نشتوالی
په افغاني ښځو او ماشومانو کې دمړينې بل ستر لامل د پاکو اوبو او روغتيايي امکاناتو نشتوالی دی،
ټولي خبريالانو ته وويل: يوازې ٥ میلونه افغانان پاکو اوبو ته او ٢,٦ میلونه روغتيايي امکاناتو ته لاس رسی لري، د راپور له مخې د پنځه کالو څخه په ښکته ماشومانو کې نمونیا او نسناسته دواړه ډېرې سترې او د پام وړ ناروغۍ دي. په افغانستان کې %٢٨ نمونيا ماشومانو ته طبې غوښتنې برابرېږي، او تر %٤٨ پورې په نس ناستې اخته ماشومانو ته د خولې له لارې د بيا اوبولو(oral rehydration) او د پرله پسې خوړو ورکول آسانتياوې شته دی٠ ضمنا %١٤ امېندواره ښځې د زېږون په وخت کې ماهر او پوه کس ته لاس رسی لري٠
د يونېسف احصايه ښايي چې په افغانستان کې د نيم نه زيات ماشومان چې عمرونه يې د ٦ مياشتو نه تر ٩ مياشتو دي، د مور دشيدو او نورو مکمله خوړو بې برخې دي، چې له امله يې%٣٩ ماشومان د پنځه کلنۍ څخه په ښکته عمر کې د وړ وزن د نه لرلو، اوله دوې څخه بيا %٥٤ د نامناسبې فزیکی ودې او نمو له امله رنځ وړي٠
زده کړه
د جنوري په ٢١ مه حامد کرزی د افغانستان ولسي جرګې ته په خبرو کې پدې اعتراف وکړ، چې ياغي طالبانو په جنوبي ولايتونو کې تر ٣ لکو پورې کوچنیان له زده کړې محروم کړي دي، د یونېسف د راپور له مخې په افغانستان کې د ٢٠٠٠ کال څخه تر ٢٠٠٦ کال پورې %٤٠ انجونو او%٦٦ هلکانو ته لمړنۍ زده کړې برابرې شوې وې، چې د مېنځنۍ زده کړو کچه د هلکانو لپاره تر %١٨ او د انجونو تر%٦ پورې ښکته راغلې ده٠