IBS ناروغي
ډاکټر فيض الله (ثاقب).
Irritable Bowel Syndrome (IBS) د کولمو يوه وظيفوي ناروغي ده پدې مانا چې په کولمو کې هېڅ کومه ناروغي نشته مګر ناروغ ته تکليف شته؛ ټولې دا ډول ناروغۍ چې هېڅ ډول ناروغي پکې موجود نه وي خو ناروغ ته ځنې شکايتونه وي وظيفوي ناروغۍ Functional Diseases بلل کېږي. د يادونې وړ ده چې د بدن ټول سيستمونه بېلابېلې وظيفوي ناروغۍ لري.
په عمومي ډول ناروغۍ کېدای شي چې د بېلابېلو لاملونو له کبله منځ ته راشي.
د بېلګې په ډول:
1. ځنې ناروغۍ د مکروبو له کبله منځ ته راځي.
2. ځنې ناروغۍ د يوه غړي په جوړښت کې د کومې نيمګړتيا له کبله منځ ته راځي.
3. ځنې ناروغۍ کېدای شي چې يوه غړي ته د وينې د لږوالې او يا په بشپړ ډول د وينې د بندېدو له امله منځ ته راشي.
4. ځنې ناروغۍ سرطاني لاملونه لري.
5. او همدارنګه ډېر داسې نور لاملونه له ډول ډول لارو څخه بېلابېلي ناروغۍ منځ ته راوړي.
6. مګر ځنې داسې ناروغۍ هم شته چې هېڅ ناروغې موجود نه وي خو ناروغ ته ځنې شکايتونه او تکليف وي دې ډول ناروغيو ته وظيفوي ناروغۍ Functional Diseases واېې اوIrritable Bowel Syndrome يا IBS هم د کولمو د همدې ډول ناروغيو څخه شمېرل کېږي. د يادونې وړ ده چې د انساني بدن هر سيستم خپلې ځانګړي وظيفوي ناروغۍ لري.
په ټولنه کې دا ناروغي څومره ليدل کېږي؟
ويل کېږي چې په هر 5 وګړو کې يو وګړی له دې ناروغۍ څخه کړېږي خو ډېر دا ناروغان ډاکټر ته مراجعه نه کوي.
د IBS نښې نښانې څه شی دي؟
1. د ګېډې درد: د ګېډې د ښکته برخې اوږد مهالي دردونه په ټولو دې ناروغانو کې لېدل کېږي چې لس ګونه کاله او ځنې وخت ټول عمر دوام کوي. دا دردونه د خوړو د خوړلو څخه لږ وروسته راځي او حاجت د رفع کولو او يا د باد په خارجولو سره په بشپړ ډول له منځه ځي او يا ېې شدت راکمېږي. نژدې هيڅکله داسې نه کېږي چې دا دردونه ددې لامل شي چې ناروغ له خوبه پاڅوي.
2. اسهال يا قبضيت او په ځنې حالاتو کې دواړه په يو ځای وي. ناروغ اوږد مهالی اسهال يا قبضيت او يا دواړه لري. د حاجت د رفع کولو وروسته د ناروغ اشتها پوره نه رفع کېږي او داسې فکر کوي چې يو څه غايطه مواد پاتي دي چې بايد وشي. د غايطه موادو ډبلوالی (ضخامت) کم وي چې ورته Small Pellet Like Stool وایی؛ د ګېډې باد ورسره يوځای وي ؛ ګېډه ېې اواز کوي او ډېر ځل ېې غايطه مواد د باد د موجوديت له امله لکه د ټوپک د ساچمو غوندې باد باد کېږي. ډېر ځل دا ناروغان د باد په خارجولو کې هم ستونزې لري او نشي کولای چې په اسانۍ باد خارج کړي. د اسهال او قبضيت يو ځای موجوديت پدې مانا ده چې سره لدې چې غايطه مواد نرم وي خو د حاجت رفع کولو کې ناروغ ته ستونزې وي او د يوه حاجت د رفع کولو لپاره ناروغ څو ځله ځي.
د ناروغۍ لاملونه څه دي؟
دا چې دا ناروغي د څه له کبله منځ ته راځي روغتيا پوهان پدې هکله په يوه خوله ندي خو ځنې نظرېې شته چې په لاندې ډول ېې يادونه کوو.
1. د کولمو د حساسيت ډېروالی: وایی چې ددې ناروغانو کولمې د درد په مقابل کې ډېرې حساسې دي پدې مانا چې هغه لږ اندازه باد يا غايطه مواد چې په نورو وګړو کې هيڅ د درد لامل نه کېږي پدې ناروغانو کې خورا ډېر درد منځ ته راوړي او پدې ډول ېې کولمې ژر تنبيه او ژر ژر حاجت ته ځي چې دې حالت ته د روغتيا پوهنې په ژبه Increased Nociception وایی.
2. وييل کېږي چې ددې ناروغانو کولمې ګډوډ حرکت کوي. د يادونې وړ ده چې د انسان کولمې نژدې په هرو 15 ثانيو کې يوځل حرکت کوي او دا حرکت د کولمو د ننه مواد ښکته د لمنې خواته بيايي مګر پدې ناروغانو کې دا حرکت څرنګه چې پکار ده په هغه ډول نه وي د کولمو حرکت ته Peristalsis او د حرکت د ګډوډۍ دې پېښې ته Irregular Bowel Motility واېې.
3. د نيماېې نه زيات دا ناروغان د تشويش Anxiety او ژور خفګان Depression ناروغي لري او د همدې ناروغيو له کبله ورته IBS پيدا کېږي لدې کبله ډېر دا ناروغان د تشويش او خفګان ضد درملنې Anti Anxiety & Antidepressant Therapy ته په زړه پورې جواب ورکوي په ځانګړي ډول که چېرې ددې درملو سره يو ځای ورته د کولمو د عضلې نرموونکي درمل Antispasmodics هم ورکړل شي.
نوټ : که ښه ځير شو نو په ټولنه کې د هرو پنځو وګړو څخه يو ددې ناروغۍ څخه رنځ وړي ولې که بل اړخ ته وګورو نو ښايي چې دې پايلې ته ورسېږو چې زمونږ په ناروغانو کې هيڅ داسې ناروغ نشو ليدای چې هغه چا IBS تشخيص کړی وي او که يو بل ټکي ته پام وکړو نو ښايي چې په ډېره اسانه ومومو چې بې شمېره ناروغان زمونږ امېب Amoebiasis او جيارډيا Giardiasis تشخيص کېږي لدې کبله سړی وييلی شي چې ښايي ډېری لدې ناروغانو څخه IBS وي نو دا به ډېره ښه وي چې د اوږد مهالي اميب Chronic Amoebiasis او جيارديا Giardiasis د تشخيص کولو په وخت کې دې ناروغۍ ته هم پام وکړو.
په درناوي.
ډاکټر فيض الله (ثاقب).
6.01.2007