پوهان وايی هغه خوړنی (غذايي) رژيم چې په هغه کې سابه ، حبوبات او ميوجات، او په ډېره کمه کچه غوړ شامل وي د ډيابټ يا شکرې د ناروغانوته درملو اړتيا کې د پام وړ کمښت راوړي. په هغه څېړنه کې چې د جارج واشنګټن پوهنتون د څېړونکو لخو ترسره شوې ويل شوي چې تر څېړنې لاندې د شکرې په دويم ډول Type 2 Diabetes اخته ناروغانو ته د 22 اونيو لپاره د لږوغوړو لرونکي نباتي خواړنی رژيم ( لکه سابه ، حبوبات او میوه جات) ورکول شو او دوې دحيواني ريښې لرونکو خوړو (لکه غوښې او لبنياتو) له خوړلو څخه منع کړای شول. په پايله کې وکتل شو چې له دې ډلې څخه په 43% کسانو کې د ناروغې د کنټرول لپارد درملو خوړلو اړتيا کې کمښت راغی. په داسې حال کې چې دا سلنه (فيصدي) په هغه کسانو کې چې د امريکن ډيابټېک اسوسيېشن لخوا تجويز شوې خوړنې رژيم کاروي يواځې 21% ده.
سربېره پردې تر څېړنې لاندې ناروغانو کې د وينې په غوړو(کولسټرول) او همدارنګه د نارغ په وزن کې هم د پام وړ کمښت راغی چې دا کمښت د نورو ټولو خوړني رژيمونو په پرتله ډېر دی. بايد په پام کې ولرو چې په هغه کسان چې يواځې نباتي خواړه خوري ، د B12 ويټامن د کمښت سره مخ دي له همدې کبله بايد دې کسانو ته د نوموړي رژيم ترڅنګ B12 ويټامِن هم ورکول شي.
څېړونکې Dr. Neak D. Barnard, M.D. وايي: “داسې برېښي چې دا خوړنې رژيم ډېر زيات ګټور دی او ددې ټولې جانبي اغېزې ( لکه د کولسټرول او وزن کموالی) ګټورې دي. زه هيله لرم چې ددې څېړنې په رڼا کې به ډاکټران د درملو د کارولو دمخه هرومرو د ناروغانو په خوړني رژيم کې بدلون وآزمايي .”
نباتي که د امريکا د ډيابټ اسوسيېشن لخوا تجويز شوی خوړنی رژيم؟
که نباتي خوړنی رژيم دډيابټ لپاره وړانديز شويو نورو غذايي رژيمونو سره پرتله شي لاندې پايلې لاسته راځي:
- دنباتي خوړني رژيم ناروغانو کې د ډيابټ د کنټرول لپاره درملو ته په اړتيا کې 43% کمښت راځی پداسې حال کې چې نورو ټولو وړانديز شويو رژيمونو کې دا سلنه تر 26% لږه ده.
- د وزن کمښت د نباتي خوړني رژيم په ناروغانو کې په منځني ډول 14 پونډه دی پداسې حال کې چې د نورو خوړني رژيمونو په صورت کې دا کمښت د 7 پونډو څخه لږ دی.
- وينه کې د LDL یا مضر کولسټرول اندازه د نباتي خوړني رژيم په کارولو سره تر 21% او په نورو خوړنيو رژيمونو کې تر 11% راټيټه شوې ده.
- د وينې د ګلو کوز يا شکر اندازه کې هم د نورو په پرتله د نباتي رژيم کارونکو ناروغانو کې ډېر ښه والی ليدل شوی.
پدې ډول پايلنوې کېږي چې د شکرې د ناروغې په کنټرول کې نباتي خوړنی رژيم د نورو رژيمونو په پرتله ډېر موثر دی.
SOURCES: Barnard, Diabetic Care, August 2006; vol. 29 pp 1777-1783. News Release, Physician Committee for Responsible Medicine
ژباړه: ډاکټر دوران (فيضان)