د ډاکټر عيسی ستانکزي ژباړه
یوه مسلمان څیړاند یو ځل بیا وویل چې شین چاي دسرطان او الزهاېمر په ضد دي .
دامریکا په مشیګان پوهنتون کې یو مسلمان څیړاند وویل:شین چاي دروماټیزم، سرطان او الزهاېمر په ضد ښه اغېزې لري .
دماشي انټرنیټي سایټ ولیکل صلاح الدين عودبن احمد په خپل علمي تحقیق کې ثابته کړه چې شین چاي ۳۰ یا ۴۰ سلنه پولیفینول ماده لري او دغه ماده دسرطان مخه نیسي دغه څیړاند ویلي دي شین چاي له سرطان سره په مبارزه کې ډیره مرسته کوي اوپردې سربېره دوزن له کمولو او دزړه ټکان له منظمولو سره مرسته کوي .
همداراز دمشیګان پوهنتو ن دغه څیړاند ویلي دي چې شین چاي انسان له الزهایمر ناروغۍ خوندي ساتي .