د کابل وخت چهارشنبه د ۹ ۸ ۳ ۱ کال د وږي ۷ ۱مه نېټه

08-September-2010 05:32 AM
 
 
 

 
 
پوره مطلب


خپګان يا Depression د زړه له حملې ياMyocardial infarction نه وروسته د زړه په درملنې بدې اغيزې لري.

د تړون جليلي ژباړه

ديپرس (خپه)  ناروغان  د زړه له حملې نه وروسته سم نه رغيږي او د زړه د هغو ناروغانو په پرتله چې بيا هم له ژوند نه خوند اخلي، کم عمر کوي.
د زړه په حمله کې نه يواځې  زړه ته زيان  رسېږي، بلکې د ناروغ روحي حالت  هم زيانمن کېږي. تقريباُ د زړه د  نيمو ناروغانو سره  د د يپريشن او ويرې علامې پيدا کېږي. دا خبره له يوې څيړنې چې اليزابيت مارتينس دخپلې دکتورا لپاره کړيده  په ډاګه  شوې ده.
په هغه ناروغانو کې چې د ديپريشن علامې پکې پيداکېږي د هغه ناروغانو په پرتله چې ډيپرېشن نلري، د يوې نوې د زړه حملې چانس  درې ځله زيات دی.
د څيړونکې غوښتنه ده چې د زړه د حملې د علاج سره سم دې ناروغ د يو سايکولوجست له خوا هم په منظم ډول وکتل شي او طبي درملنه  دې د رواني رغونې سره سمه پر مخ لاړه شي.
مارتينس دغه  څيړنه د څلورو کالو په موده کې د زړه په  ٥٠٠  ناروغانو په دوه جلاجلا روغتونونو کې سرته ورسوله. دغه ناروغان په منځني ډول يونيم کال تر څيړنې لاندې وو. 
که چيرې تاسې د زړه ناروغ ياست او يا مو د زړه حمله تېره کړي وي. کېدای شي د زړه د بيا حملې وېره او يا له دې حملې وروسته تاسې ته د خپګان او مايوسئ حالت مخه وکړي. نو د دغه خپګان د علاج او يا مخنيوي لپاره غوره ده چې دخپل معالج ډاکتر په مشوره د يو سايکولوجست سره هم دخپلې ويرې او يا خپګان په هکله خبرې وکړۍ

هالند تيلبورخ  ، مې ، ٢٠٠٧ کال :


 

Copyright ©2006-2007 Roghtya.com All Rights Reserved.

copyright