ډاکټر عيسی ستانکزې
دکبانو خوړل نه یوازې ستاسو دزړه لپاره ګټه لري بلکې ښایي ستاسو د شخصیت لپاره هم ګټور وي.
رویټرز خبري آژانس دبې سرحده ډاکټرانو دوېبپاڼې په حواله راپور ورکوي چې د امریکې د پیتسبورګ پوهنتون څېړاند پوه شوي دي چې په کبانوکې داومېګا ۳ اسید ډېر دي دغه ماده دمازغوپه هغې برخې اغېزه کوي چې له عواطفو سره اړيکه لري .
دغو ډکټرانو لا پخوا موندلې وه هغه کسان چې په وینه کې يې اومېګا ۳ ماده کمه وي، ډېر وخت ژوند ته په منفي نظرګوري. په داسې حال کې چې هغه کسان چې په وينه کې يې Omega 3 ډېر وي، هغوي له نورو سره په آسانۍ توافق کوي او ډېر لږ تندخويه کېږي .
دغې ډلې پر پنځه پنځوس کسانو څیړنې وکړې اوپه هغوي کې ېې داومېګا۳ اندازه معلومه کړه او همداراز يې دMRI په مرسته دهغوي په مازغوکې د ایرن رنګې برخې (grey matter) اندازه هم مالومه کړه چې له عواطفو اوخوي سره اړيکه لري، په دې ډول پوه شول هغه کسان چې دهغوي په وینه کې اومېګا ۳ ډېر وي هغوي ډیر لږ تند خویه کیږي اوعاطفي خلک وي . دوی وايي : ښايي داومېګا ۳ له امله دهغوي دمازغو Grey matter برخې ډېره وده کړي وي چې له عواطفو سره ارتباط لري . البته ددې خبرې د سپيناوي لپاره نورو څیړنو ته هم اړتیا شته.