د ډاکټر دوران فيضان ژباړه
د ۲۰۰۷ ز. کال د مارچ مياشت
نړېوالو کارپوهانو موافقه کړې چې ختنه کېدل د اېډز څخه د مخنيوي د مېټودونو په لست کې شامل کړي.
نړیوال روغتيايي سازمانWHO او دملګرو ملتو د ايډز سره د مبارزې ادارې (UNAIDS) ويلي چې سُنتېدل يا ختنه کېدل بايد د ايډز د خپرېدود مخنيوي د يو موثر ميتود په توګه، وکارول شي.
په افريقې کې ترسره شويو درېو څېړنو څرګنده کړې چې ختنه کېدو سره په ايډز د Heterosexual نارينه و د اخته کېدو چانس په سلو کې ۴۸-۶۰ پورې کمېږي. خو پوهان خبرداری ورکوي چې سُنتېدل نشي کولای په ايډز باندې د اخته کېدو بشپړ مخنيوی وکړي او بايد د نور وقايوي مېتودنو ترڅنګ، د يو بل موثر ميتود په توګه وکارول شي.
څېړونکي پدې اند دي چې که چېرې سُنتېدل لا پخوا په پراخه توګه ترسره شوي وای، د مليونو انسانانو ژوند ژغورل کېدای شو.
WHO او UNAIDS څرګندوي: په هغه هېوادو کې چې اېډز د Heterosexual جنسي اړيکو له لارې د خپرېدو په حال کې دی، بايد وګړي ختنه کېدو ته په آسانۍ سره لاس رسی ولري.
له دې ټولو سره سره بايد سُنتېدونکی نارينه او د هغې جنسي سياله وپوهول شي چې سُنتېدل په ايډز د اخته کېدو چانس کموي خو د هغه مقابل کې معافيت نه ورکوي.
د روغتيا نړيوال سازمان د HIV / AIDS د څانګې مشر Kevin De Cock وايي: (سُنتېدل د ايډز د خپرېدو د مخنيوي يو بل ګټور ګام دی چې ورسره د هغه نارينه و چې Heterosexual جنسي اړيکې لري، په ايډز د اخته کېدو چانس کمېږي. خو له دې لپاره چې ددې عمليې پايلې د اپيډيميولوژۍ له نظره را څرګندې شي، څو څو کلونو ته اړتيا ده).
د UNAIDS کارپوهه Catherine Hankins وايي: (د ايډز د مخنيوي لپاره د يونوي ميټود وړانديز کول يو ارزښتناکه ګام دی، خو د دې خبرې سپيناوی پکار دی چې سنتېدو سره نارينه په پوره توګه د ايډز مقابل کې معافيت نه ترلاسه کوي او بايد وګړي د سنتېدو ترڅنګ، د Condom د کارولو په ګډون نورې وقايوي چارې هم وکاروي).
په افريقا کې ترسره شويو درې واړه څېړنو پايلې دومره حېرانونکې وې چې څېړنې له ټاکل شوي مهال وېش څخه ډېر مخکې پای ته ورسول شوې. په ټوليز ډول دا څېړنې څرګندوي چې سُنتېدو سره په ايډز د نارينه وګړي د اخته کېدو چانس ۴۸-۶۰ په سلو کې کمېږي.
سنتېدل څنګه په ايډز باندې د اخته کېدو چانس کموي؟
ښايي هغه پوستکی چې سُنتېدوسره غوڅېږي، ځانګړي حجرات ولري چې د ايډز وايرس پرې په آسانۍ سره اغېزه وکړي. سربیره پر دې،هغه پوستکې چې د اضافي پوستکي سره پوښل شوی دی، له سنتېدوورسته په آزاره هوا کې پاتې کېږي، کلکېږي او د وينې کېدو چانس يې کمېږي. او پدې ډول يې د HIV مقابل کې مقاومت زياتېږي.
دا چې له سُنت شويو نارينه و سره جنسي اړيکې به په ښځينه وګړو او Homosexual نارينه و څه اغېزه ولري، لا زياتو څېړنو ته اړتيا لري.
دی ټولو سره د اسلامي ښوونو ريښتينوالی يو ځل بيا څرګندېږي.