د کابل وخت چهارشنبه د ۹ ۸ ۳ ۱ کال د وږي ۷ ۱مه نېټه

08-September-2010 05:30 AM
 
 
 

 
 
پوره مطلب


د ملاريا واکسين د جوړېدو زېری!!!

Tuesday 19 December 2006

د دې واکسين د تاثيراتو څرنګوالی د نورو مروجو واکسينو سره توپير لري.

په هغه رپورټ کې چې د متحده ايالاتو د روغتيا ملي انسټيټوټ لخوا خپور شوی، د ملاريا واکسين د جوړېدو زېری ورکول شوی. لکه څنګه چې ټولو ته مالومه ده، تر اوسه پورې چې کوم واکسينونه جوړ شوي دي، واکسين شوي وګړي ته د اړوندې ناړوغې مقابل کې معافيت ورکوي. خو د ملاريا نوی واکسين د نورو واکسينونو سره توپير لري. پدی ډول چې که چېرې د ملاريا په پرازيټ ککړ ماشی واکسين شوی وګړی وچيچي، واکسين شوی وګړی په ملاريا اخته کېږي خو د چيچونکي ماشي کولمو ته د وينې سربېره د واکسين شوی شخص په وينه کې موجود انټي باډي هم ورننوځي او هلته د پرازيټ د ودې او انکشاف مخنيوی کوي. پدې ډول همدغه ماشی چې واکسين شوی وګړی يې چيچلی، نشي کولای بل وګړی په ملاريا اخته کړي. دا پدې مانا ده چې واکسين شوی شخص مستقيماٌ د ناروغۍ مقابل کې معافيت نه ترلاسه کوي خو د واکسين تطبيق سره يوه پراخه ساحه کې د ملاريا ماشي د ملاريا د پرازيټ څخه پاکېږي او پدې توګه ټوله ټولنه په غيرمستقيم ډول د ملاريا مقابل کې معافيت ترلاسه کوي. پخوا تر دې ډېرې هڅې شوي چې داسې يو واکسين رامنځته شي چې خپله واکسين شوی شخص د نارغې مقابل کې معافيت ترلاسه کړي خو څرنګه چې د ملاريا پرازيټ دانسان د معافيتي سيسټم څخه تېښته کوي او په سرو کروياتو او اينه (ځيګر) کې ځان پټوي پدې ډول انټي باډي نشي کولای پرې اغېزه وکړي. له همدې کبله تر اوسه ټولې هغه هڅې چې واکسين شوی وګړی خپله د ملاريا مقابل کې معافيت تر لاسه کړي، پاتې راغلي.

نوی آزمېښتي واکسين څنګه تاثير کوي؟

د دې لپاره چی د ملاريا پرازيټ انسان په ملاريا اخته کړي، بايد د ماشي په کولمو کې وده وکړي. د نوموړي پرازيټ د ودې لپاره د يو ډول پروټين شته والی ضروري دی چې د Pfs25 په نامه يادېږي. د ملاريا پرضد دا نوی واکسين په حقيقت کې همدا پروټين دی چې ورسره يو څو نور ماليکيولونه ګډ شوي دي ترڅو د انسان معافيتي سيسټم وکولای شي هغه په آسانۍ سره وپېژني او په مقابل کې يې انټي باډي توليد کړي. کله چې د ملاريا ماشی واکسين شوی وګړی وچيچي، د هغه له وينې سره يوځای د Pfs25 مقابل کې انټي باډي هم د ماشي کولمو ته ننوځي او هلته د پرازيټ په جوړښت کې موجود Pfs25 پروټين تر بريد لاندی نيسي او پدی ډول د هغه له ودې څخه مخنيوی کوي.
د واکسین د اغېزو د ارزولو لپاره د ملاريا يو ماشي باندې د Pfs25 ضد انټی باډي لرونکي سيروم وخوړل شول او کله چې د هغه کولمې تر مايکروسکوپيک معاينې لاندی ونيول شوې، هلته يو پرازيټ هم ونه موندل شو.
Dr. Elias Zerhouni چې د متحده ايالاتو ملي روغتيايي انسټيټوټ کې د ډايرکټر دنده په غاړه لري وايي چې ملاريا آزمېښتي واکسين سره د يوې داسې خطرناکې ناروغۍ مقابل کې د مبارزې هيلې رامنځته شوي چې په کال کې د ۱-۳ مليونه انسانانو ژوند اخلي.
خو په London School of Hygiene کې د ملاريا کارپوه Dr. Ron Behrens په اند(نظر) ددې واکسين ستونزه دا ده چې د هغه سره يوه ټولنه د ملاريا مقابل کې معافيت تر لاسه کولای شي خو واکسين شوی وګړی په مستقيم ډول معافيت نه تر لاسه کوي پدی ډول د ټولنې دژغورلو لپاره د يو شمېر وګړو قرباني ضروري ده.
دا واکسين اساساٌ د Plasmodium Faciparum پرضدجوړ شوی دی خو څېړونکي پدې باور دي چې دا واکسين به د پازموډيم د نورو ډولونو لکه Vivax په مقابل کې هم ګټور وي.

ډاکټر دوران فيضان


 

Copyright ©2006-2007 Roghtya.com All Rights Reserved.

copyright